پاکستان د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان دولت د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي چې، ډیورنډ یوه رسمي پوله ده او په دې اړه د افغانستان وروستۍ څرګندونې غیر مسؤلانه بولي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې تر پرانېستلو وروسته وویل چې، د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په ډول نه پیژني.
همدارنګه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې، د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان حکومت پر پخواني دریځ ولاړ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډیورنډ په اړه د افغانستان دولت څرګندونې غیر مسؤلانه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو له مخې پېژندل شوې رسمي پوله ده.»
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې، دغه ډول څرګندونې د افغان سولې په اړه روانې هڅو او همکاریو ته زیان رسوي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه دغه ناندرۍ وروسته له هغې بیا تازه شوې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تورخم کې دروازه په ۲۴ ساعته توګه پرانېسته او په لوحه کې یې د ډیورند کرښه د رسميپولې په توګه یاده شوې وه.