د لوګر ولایتي شورا مرستیال قسیم خوشي وال یک تلویزون ته ویلي چې وسله والو طالبانو په ددغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د پوستو د جوړېدو په مقابل کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.
یوې بلې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي یک تلویزیون ته ویلي چې وسله والو طالبانو د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو پورې د محمداغې ټول ښوونځي تړلي دي.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست رییس عبدالوکیل کلیوال هم مني چې وسله والو طالبانو په محمداغه کې د ښوونځیو مسولینو ته د ټلیفون له لارې ویلي چې ښوونځي وتړي چې له اخطار وروسته زده کوونکي د وسله والو له وېرې ښوونځیو ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.
بلخوا وسله وال طالبان وایي، د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د ښوونځیو تړل د دوی کار نه دی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې ښوونځي د سیمې د خلکو تړلي ځکه چې په خبره یې افغان ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو کې پوستې جوړې کړي دي.
ددغه ولایت د پوهنې رییسعبدالوکیل کلیوال په خبره په محمداغه ولسوالۍ کې ټول ۶۴ ښوونځي شتون لري چې له دې جملې ۲۱ د انجونو او پاتې نور د هلکانوښوونځي دي.