د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تخار ولایت کې د وسله والو یو سیمه ییز قومندان او لسګونه یې وسله وال یې له خپلو وسلو سره یو ځای تسلیم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نن جمعه په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان قاري قمرالدین له خپلو ۴۱ وسله والو سره تسلیم شوی دی.
د خبرپاڼې له قوله، د وسله والو طالبانو دغې ډلې په کران او منجان ولسوالیو کې د افغان دولت خلاف فعالیتونه ترسره کول.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د وسله والو طالبانو دغه ډله د ولسي خلکو په همکارۍ او ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ د هڅو له مخې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوې او خپلې ۳۳ مختلفې وسلې یې امنتیي ځواکونو سپارلې دي.
بلخواد وسله والو طالبانو وایي هېڅ کومه ډله یې افغان حکومت ته نه ده تسلیم شوې.