اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د تېرې ورځې د غیر مسؤلانه وسله والو تګ راتګ ناجایز بولي، خو په رسنیو کې د خلکو سره د ځانګړو افغان ځواکونو چلند غیر مسلکي او غیر انساني بولي او ټینګار کوي چې دغه حالت ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
ښاغلي عبدالله عبدالله د سنبلې اتلسمې نېټې د لمانځونکو سره د افغان امنیتي ځواکونو پر سلوک او چلند نیووکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له امنیتي ځواکونو باید د سیاسي موخو لپاره ګټه پورته نه شي.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو پرون په کابل ښار کې ۱۳۸ تنه غیر مسؤل کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خبره، له یادو کسانو په لسګونه وسلې او ۵۱عرادې موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
همدارنګه نصرت رحیمي وایي، ددغو غیر مسؤلو کسانو په مخامخ ډزو کې د ملي اردو یو سرتیری او یو ولسي وګړی وژل شوي او اووه تنه ولسي وګړي ټپیان دي او ټینګار یې کړی چې د یادو پیښو په تړاو نیول شوي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.