د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري وایي، وسله والو طالبان نن سه شنبه د ددغه ولایت د ینګي کلا ولسوالي نیولې ده.
جواد هجري ددې ولسوالۍ د سقوط لامل د غیر نظامي تلفاتو مخنیوی بولي او زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پار په شاتګ کړی دی.
د جواد هجري په خبره د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پرمهال ددې ډلې د لایزي قطعې د قومندان ملاامام الدین په شمول ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو په مهال افغان امنیتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.
بلخوا د پکتیا ولایت چارواکي وایي چې، په دغه ولایت کې د طالبانو مشهور قوماندان الله نور په ګډون اوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وایي، تېره ورځ ماسپښین مهال د غوڅ ملاتړ دهوایي برید په پایله کې، چې دیاد ولایت آریوب ځاځیو ولسوالی سرګل کلي په غرنیو سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو ترسره شوي،چې پکې د وسله والو طالبانو پیژندل شوی قوماندان الله نور وژل شوی.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسمپه خبره،وژل شویو کسانو کې دوسله والو طالبانو درې نور مهم کسان ذاهد مشهور په فدایي، شمال مشهور په وفادار، ګل نظر مشهور په ابوبکر هم شامل دي.