په کابل ښار کې د دوو مقناطیسي ماینونو چاودنې پيښو کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
کورنیو چارو وزارت وایي لومړنۍ چاودنه نن چهارشنبه سهار ۶:۴۵ د دولسمې حوزې اړونده ارزان قیمت کې د پولیسو یوه رنجر موټر پسې شوې او دوهمه هغه یې شاوخوا ۸ بجې د پنځمې حوزې اړونده کمپنۍ سیمه کې د پوهنې وزارت اړوند یوه کرولا موټر پسې شوې ده.
په کابل ښار کې په وروستیو څو اونیو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.
پرون د خپلواکۍ په ورځ هم کابل باندې ۱۴ راکټونه ولګیدل چې پایله کې ۱۰ تنه ټپيان شول.