افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یونما وايي د افغانستان د سولې بین الافغاني خبرې په روانه اونۍ کې د قطر په پلازمینې دوحه کې پيلیږي.
یونما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی پرون شنبه په دوحه کې له طالب سیاسي مشرانو سره د بین الافغاني خبرو په تړاو خبرې کړي دي.
یونما د بین الافغاني خبرو لپاره د باور فضا جوړولو په موخه د تاوتریخوالي کمیدل اړین بللي دي او ویلي یې دي چې دوی د دغو خبرو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون د افغانستان د مرکچي پلاوی یو شمیر غړو وویل چې بین الافغاني خبرې تر یوې نامعلومې مودې ځنډیدلي دي.
د دې خبرو د ځنډیدو علت هم د طالبانو له خوا د یو شمیر افغان پوځیانو نه خوشې کیدل بلل شوي دي.