په پکتيا ولايت کې ۵۰۰۰ کيلو ګرامه د زعفرانو تخم پر یوشمېر بزګرانو ووېشل شول.
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لورې ددي ولایت د مرکز په ګډون د زرمت، جاني خيلو، لجه منګل، میرزکې او ځاځي اریوب ولسواليو کې ۱۰ تنو بزګرانو ته د زعفرانو د ۱۰ ننداریزو قطعو د جوړولو لپاره ۵۰۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز، ۱۰.۴ لیتره تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې وویشل شوې.
د پکتيا ولايت رسنيز دفتر وايي یادې قطعې نیم جریب ځمکه په بر کې نیسي، چې هر بزګر ته ۵۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز، یو لیتر تقویتي سره او یوه کرنیزه کڅوړه ورکړل شول.
د پکتیا ولايت مرستیالې، زهره مطهر احمدزۍ، ويلي چې د یادو ننداریزو قطعو جوړيدل به د کاري فرصتونو رامنځته کيدو ترڅنګ، د بزګرانو د اقتصاد په وده کې هم رغنده رول ولوبوي.
نوموړې له بزګرانو وغوښتل چې پالنې، روزنې او اوبولګونې ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مشر، محمد دين مومند ويلي دغه ننداريزې قطعې د زعفرانو د کښت رواجولو او د بزګرانو د عاید لوړولو په موخه جوړيږي.
نوموړي زياته کړې چې زعفران د هېواد يو ګران بيه کرنيز نبات دی او ياد نبات د هېواد او په ځانګړي ډول د پکتيا ولایت له اقليم او خاورې سره پوره ښه توافق لري.
د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه ښه نوم او بازار لري.