د کنړ ولایت چارواکي وایي، نن چهار شنبه په دغه ولایت کې ۱۵۰ تنه وسله وال طالبان او د داعش ډلې غړي افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
د کنړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار وایي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست په هڅو ۱۵۰ تنه وسله وال طالبان او داعش ډلې غړي تسلیم شوي دي.
ګل محمد بیدار له قوله، ۱۱۰ تنه وسله وال طالبان او ۴۰ داعش اورپکې له خپلو درنو او سپکو وسلو سره یو ځای تسلیم شوی دي.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.