د هیواد د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمیر پخواني چارواکي وایي داسې شرایطو کې چې افغانستان د ایران له خوا تر بیلابیلو فشارونو لاندې دی، نباید د اوبو پر سر خبرې او هوکړه ورسره وشي.
د دوی په وینا، ایران کولی شي چې افغان کډوال، چابهار بندر او د ایران ترانزیټي لارو سره د افغانستان تړاو، پر افغانستان د فشارونو په توګه وکاروي او د اوبو معامله کې برلاسی شي.
د بهرنیو چارو وزارت پرته له دې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ستراتیژیک سند په تړاو جزییات ورکړي، وایي د اوبو بحث له څيړنې او ارزونې وروسته دغه سند ته ور زیاتیږي.
که څه هم د افغانستان هلمند په اوبو کې د ایران برخه ۴۸ کاله وړاندې معلومه شوې ده، خو لاهم د نویو بندونو جوړولو او طبیعي عواملو له امله د اوبو پر سر اختلافونه رامنځته کیږي.
ایران او افغانستان پریکړه کړې چې د اوبو مسلې ته په یوه جامع ستراتیژک سند کې چې پنځه تخنیکي ټیمونه پرې کار کوي، د پای ټکی کیږدي.
دا پریکړه افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له سفر وروسته شوې ده.
خو یو شمیر کارپوهان په دې معامله کې د افغانستان اوبو قرباني کیدو ته اندیښمن دي.
وایي افغانستان او ایران د ډیپلوماټيک او چاڼې وهلو له پلوه برابر نه دي او ایران کولی شي چې پر افغانستان فشار واچوي او هوکړه د ځان په ګټه تمامه کړي.
ولسي جرګې هم ویلي تمه لري چې دا سند له وروستۍ کیدو وړاندې دوی ته وسپارل شي.
سرچینې وایي کیدای شي چې دا سند تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړ او د دواړو هیوادونو مشرانو لاسلیک کیدو ته برابر شي.