د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان، کینت مک کینزي ویلي طالبانو تر اوسه له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړي او دغې ډلې د سولې له هوکړې سرغړونه کړې ده.
کینت مکینزي خبریالانو سره په یوه ویډیویي ناسته کې زیاته کړې چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه څو برابره زیات کړي دي.
همداشان د امریکا دفاع وزارت هم منلې چې افغانستان کې پنځه پوځي اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
بله خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو خبرداری ورکړی چې د روسیې، پاکستان او ایران په ګډون هر هیواد چې افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د زیان اړولو هڅه وکړي، د امریکا له ځواب سره به مخ شي.
د همدې ترڅنګ، افغان سولې ته د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم د سولې ولسي حرکت غړو سره خبرو کې د سولې له روان بهیر نه ناخوښي څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې تیرو څو اونیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه په بې ساري توګه زیات شوي، تردې چې د کابل تر څنډو رسیدلي دي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي پرون یې د کابل سروبي او خاک جبار ولسوالیو په څو ځایونو کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.