افغان ولسمشر اشرف غني پرون ماسپښين د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې مک کینزي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ارګ د مک کینزي له خولې لیکلي: “د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، ترڅو افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.”
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې وروستیو څو اونیو کې د جګړې او تاوتریخوالي شدت زیات شوی او د بندیانو د خلاصون بهیر له بندښت سره مخ شوی دی.