د ایران د اصفهان ولایت چارواکي وايي چې دا ولایت د افغان کډوالو له اصلي مېشت ځایونو څخه شمېرل کېږي، خو دا مهال له دغه ځایه هره ورځ شاوخوا ۲ زره افغان کډوال د ایران د حکومت له لوري ایستل کېږي.
د اصفهان د احصایوي معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال په دغه ولایت کې ژوند کوي، چې له دې شمېرې شاوخوا ۴۲۰ تر ۴۳۰ زرو پورې کسان له قانوني اسنادو پرته مېشت دي.
د ایران د دولتي خبري آژانس «ایسنا» په وینا، هره ورځ سلګونه بې اسناده افغان کډوال له اصفهان څخه افغانستان ته شړل کېږي. دا اعلان داسې مهال کېږي چې د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، یوازې په تېرو درې میاشتو کې له ایرانه شاوخوا ۱.۸ میلیونه افغان کډوال په زوره را ایستل شوي دي.
له بلې خوا، د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه کمپاین کې له ایران څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د شړلو دا بهیر باید ژر تر ژره ودرول شي او د کډوالو اساسي بشري حقونه باید مراعات شي.
یاده دې وي چې ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو د وروستیو سیاسي فشارونو، اقتصادي بحران، او کورني امنیتي وضعیت له امله یې د کډوالو د اخراج بهیر چټک کړی دی.





























