د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر، شېخ عبدالله بن زاید آل نهیان، له خپل ایراني سیال، عباس عراقچي، سره د ټلیفوني خبرو پر مهال د سیمې پر روان وضعیت، دوهاړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی او دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې باید له ټولو موجودو او احتمالي ظرفیتونو په اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي.
دواړو وزیرانو د خبرو پر مهال دا هم ویلي، چې د سیمې د ستونزو د هوارۍ لپاره باید سیاسي حللارې او ډیپلوماټیکي هڅې لومړیتوب ولري، نه نظامي اقدامات.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د خلیجي هېوادونو او ایران ترمنځ سیاسي اړیکې له بېلابېلو ننګونو سره مخ وې، خو وروستي تماسونه ښيي چې دواړه لوري هڅه کوي د اړیکو د رغېدو او سیمهییز ثبات د تأمین په لور ګامونه واخلي.
























