ټاکل شوې د پاکستان د واګه بندر سبا د چهارشنبې په ورځ د هند ته د افغان توکو د صادراتو پرمخ پرانیستل شي.
پاکستاني رسنیو رپوټ خپور کړی چې دا بندر د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پرانیستل کیږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دا بندر د افغانستان د ځانګړي غوښتې له مخې او د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په تړاو د پروتوکل له تطبیق وروسته د جولای په ۱۵مه نیټه پرانستل کیږي، خو د شوې هوکړې له مخې، هند اجازه نه لري چې له دې لارې افغانستان ته توکي صادر کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ پیاوړتیا په موخه خپلې ټولې سرحدي لارې له کرونا وړاندې مودې په څير عادي حالت ته راوستلي دي.
د واګه بندر په خلاصیدو سره به د افغانستان صادراتي توکي، د هند، عربي اماراتو او د خلیج حوزې نورو هیوادونو ته ورسیږي.