قطر کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر، ملا برادر د امریکا او ایران له چارواکو سره جلا خبرې کړي دي.
د طالبانو سیاسي ویاند، سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې پرون دوشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو سره د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
شاهین ویلي پدې ویډیویي تماس کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق او له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو خبرې شوي دي.
د ده په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منلې چې طالبانو پر ښارونو او پوځي مرکزونو برید نه کولو سره، د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړې ده.
طالب پلاوي همداشان په قطر کې د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره هم مخامخ خبرې کړي دي.
سهیل شاهین ویلي دواړو خواوو په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو، سرحدي مسائلو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت بین الافغاني خبرو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړې.
د شاهین په وینا ملا برادر له ایراني لوري غوښتي چې په ایران کې افغان مهاجرینو سره د اسلامي ورورګلوۍ تعامل وشي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي په روانه جولای میاشت کې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې په قطر کې شروع کیږي.
له دې سره جوخت طالبانو افغانستان کې پر پوځي هدفونو بریدونه هم ترپخوا زیات کړي دي.
شنونکي وایي د جګړو دا شدت د دې لپاره دي چې دوی غواړي د سولې خبرو کې زیات امتیازات ترلاسه کړي.
بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم د قطر، پاکستان و اوزبیکستان په موخه سفر پیل کړی دی.
خو دیخوا، د افغانستان په دولت کې تر اوسه د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره کوم د پام وړ اقدام نه دی شوی.