د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو نن جمعه سهار د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید کړی، خو افغان امنیتي ځواکونو بېرته برید په شا تمبولی دی.
ورته مهال وسله والو طالبانو وایي چې چاه آب ولسوالي یې نیولې ده او افغان سرتېرو ته یې د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۲۸ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د خبرپاڼې له قوله افغان کمانډو ځواکونه سیمې ته په وخت رسېدلې او دمګړې په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې په برید کې یوازې درې تنه دولت پلوه ولسي پاڅون کوونکي ټپیان دي او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.