د کابل – جلال اباد په لویه د قرغیو ولسوالۍ عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د دوو ټوډي ډوله موټرو د ټکر کیدو له امله ۶ تنه مړه او ۳ زخمیان شوي دي.
په مړو شویو کسانو کې کوچنیان او ښځې هم شاملې دي.
دا پېښه تېره شپه شاواخوا نهه بجې شوې ده.
ویل کیږي چې پېښه د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.