افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې اعلان وکړ چې ېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا تازه ۲۳۵ پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې شاوخوا ۸۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت همداشان ويلي چې تېره یوه اونۍ ۳۲ سلنه مشکوکې پېښې مثبتې ختلي دي کوم چې ښیي کرونا ویروس د دولس سلنه خپل تګ ګړندی کړی دی.
د روغتیا وزارت معلومات ښیي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دولس کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.