د افغانستان سنا جرګې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز او کرونا سره د مبارزې د کمېټې د عامه پوهاوي مشر وحید عمر لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل.
مشرانو د شکایتونو کمیسیون وایي دغه دوه حکومتي چارواکي د کرونا پر وړاندې د مبارزې بودجې د لګښتونو په اړه له حساب ورکولو ډډه کوي.
د جرګې غړي وایي دوه ځلې یې دغه چارواکي جرګې ته د حساب کتاب لپاره ور بللي دي خو دوی له ورتلو ډډه کړې ده.
دغه کمیسیون وایي هر حکومتي چارواکی چې فساد کې لاس ولري څارنوالۍ ته به معرفي کیږي. دا اقدام له هغه وروسته کیږي چې وحید عمر څه موده وړاندې په یوه مرکه کې وویل چې د کرونا په هکله عامه پوهاوي برخه کې یې ۲۷ میلیونه افغانۍ لګولي دي.
همداشان داسې رپوټونه هم خپاره شول چې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د روغتیا پر وزارت فشار اچولی چې د هغه د کورنۍ د غړو د کرونا معاینات وکړي.