د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۱۸ ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند طارق ارین ویلي ځانمرګي بریدګر نن چهارشنبې سهار د خلکو په منځ کې ځان والوزاوه چې نتیجه کې یې درې ملکي کسان ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
که څه هم هېواد کې اوربند لپاره کورنۍ او بهرنۍ غوښتنې زیاتې شوي دي خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.