افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د حکومت د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي
ښاغلي غني نن پنجشنبې د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې ویلي که چېرې طالبان د کرونا ګواښ سم درک نه کړي نو دا به هېواد کې د انساني ناورین د رامنځته کیدو سبب شي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر شیخ تمیم سره په ټلیفوني خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او د زندانیانو پر خوشې کیدو ټینګار کړی دی.
د همدې ترڅنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د روژې میاشتې په رسیدو سره پر نړیوال اوربند ټینګار کړی دی همدا راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان سولې د بهیر ملاتړ کړی دی.
که څه هم د افغان حکومت ترڅنګ زیاتو نړيوالو هېوادونو او بنسټونو پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.