افغان حکومت اعلان کړی چې طالبانو سره بین الافغاني خبرو لپاره د دوی د پلاوي نوملړ چمتو شوی او د مذاکراتو نیټې تر معلومیدو وروسته به یې غړي اعلان شي.
عامه او ستراتیژیکو اړیکو چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر ویلي چې دغه نوملړ د هیواد ټولو سیاسي اړخونو سره په سلا مشوره کې چمتو شوی دی.
په پام کې وه چې د طالب او امریکایي لوریو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک کیدو ۱۰ ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيل شي، خو دا خبرې د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر سر اختلافونو او افغان پلاوي نشتون له امله ونشوې.
همداشان ټاکل شوې وه چې پرون د شنبې په ورځ د ولسمشر غني د فرمان پر اساس له بګرام زندانه ۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، خو دا کسان د طالبانو او حکومت ترمنځ اختلافونو له امله خوشې نشول.
طالبانو تر بین الافغاني خبرو وړاندې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. خو د حکومت د پلان پر اساس دغه زندانیان د بین الافغاني خبرو په بهیر کې ازادیږي.
بله خوا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون او نن د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او ولسمشر غني سره لیدنې کړي دي.
په دغو لیدنو کې د سولې روان بهیر او هیواد کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت باندې خبرې شوي دي.
د همدې ترڅنګ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي طالبان ځیرک، هوښیار، جنګیالي او ښه مذاکره کوونکي بللي دي.
قریشي الجریزې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان همدا اوس د افغانستان نیمایي برخه خاوره په خپل واک کې لري.
هغه له طالبانو او امریکایي لوري غوښتنه کړې چې پر خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي.