د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره تر یوې میاشتې پورې له اروپا نه امریکا ته ټول پروازونه ځنډولي دي.
تر اوسه امریکا کې ۱۱۳۵ کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۳۷ کسان مړه شوي دي.
ډونالډ ټرمپ په یوه تلویزیوني وینا کې پر اروپايي هېوادونو نیوکه کړې چې د کرونا په مخنیوي کې یې اړین اقدامات نه دي کړي. نوموړي ویلي چې تر دېرشو ورځو یې له اروپا امریکا ته ټول پروازونه ځنډولي دي. دده په خبره له برېتانیا پرته نور له ټولو اروپايي هېوادونو هېڅوک امریکا ته پرواز نه شي کولی.
د روغتیا نړیوال سازمان هم تازه د کرونا ویروس نړیواله وبا بللې ده. بله خوا د جرمني لومړۍ وزیرې ویلي چې د کارپوهانو د څرګندونو پر اساس کیدای شي د جرمني ۶۰ یا ۷۰ سلنه وګړي د کرونا ناروغۍ باندې اخته شي.
کرونا ویروس د نړۍ زیات شمیر هیوادونو کې د خپریدو په حال کې دی.
افغانستان کې تر اوسه ۷ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.