د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر، ملا برادر اخوند سره پر ټلیفون خبرې کړي دي.
دونالد ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “نن مې د طالبانو له مشر سره خبرې وکړې. مونږ ښه خبرې درلودې. تاوتریخوالی نه غواړو. وگورو چې څه کیږي”.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د ټرمپ او ملا برادر ټلیفوني خبرې تاییدې کړي دي.
مجاهد ویلي ټرمپ له ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقي تلیفوني خبرې وکړې چې د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او زلمی خلیلزاد هم حاضر و.
د مجاهد په وینا ملا برادر ټرمپ ته ویلي که د امریکا متحده ایالات له دوی سره په شوې توافقنامه عمل وکړي، نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولري.
د طالبانو یو بل ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي دي: “ښاغلي ټرمپ ملابرادر ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شي.”
ټاکل شوې ده چې راتلونکو څو ورځو کې د بین الافغاني خبرو لړۍ پيل شي، خو د افغانستان دولت تر اوسه د طالبانو هغه شرط چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کیدل دي، نه دی منلی.