اوزبیکستان په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله خپله پوله وتړله.
د بلخ ولایت ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې اوزبیکستان نن دوشنبې خپله پوله تړلې ده.
د چارواکو په وینا د پولې دا تړل کیدل د لنډ وخت لپاره دي چې بیرته به ژر پرانستل شي.
د یادولو ده چې پاکستان هم نن په کندهار کې د چمن پوله افغانستان سره د کرونا د خپریدو له ویرې تړلې ده.
افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.
دغه پر کرونا ککړ کس له ایران نه افغانستان ته راغلی و، نو له همدې امله ایران سره د افغانستان پوله تړل شوې ده.