د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقی ویلي افغان او بهرني ځواکونه اوس حال کې د تاوتریخوالی کمولو پر میکانیزم کار کوي.
ښاغلي صدیقي چې نن سه شنبه یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دا طرحه به ډیر ژر له خلکو سره شریکه شي.
نوموړي وویل د تاوتریخوالي د کمېدو د میکانیزم پر عملي کېدو د قول اردوګانو د قومندانانو په کچه خبرې شوې دي او حکومت د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټینګېدو ته ژمن دی خو په وینا اوس د ټول جریان په اړه څه نشي ویلی.
صدیقي وویل د سولې خبرو لپاره مذاکراتو پلاوی هم بدلون کوي او طالبانو سره خبرو لپاره به د افغانستان د خلکو یو پراخ پلاوی چمتو کیږي.
دغه پلاوی به ډير محدود وي او وروستۍ پریکړه به د افغانستان خلک په یوه لویه سیاسي اجماع کې کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان حکومت تر دې وړاندې د سولې خبرو پیلیدو لپاره اوربند یو شرط بللی و، خو نن صدیق صدیقي وویل حکومت طالبانو سره د تاوتریخوالي کمیدل منلي دي.
صدیقي همداشان زیاته کړه چې کیدای شي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون راتلونکې اونۍ کې لاسلیک شي، چې له هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.
طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي جوړښت یوه اساسي ننګونه بلل کیږي.
ولسمشر غني هڅه کوي چې دغه پلاوي کې تر ډیره حکومتي غړي ځای پر ځای کړي، خو نور سیاسي او جهادي مشران بیا دغه پلاوي کې د رغنده رول لوبولو ادعا کوي.