د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) په تازه راپور کې ویلي، چې د ختیځ افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله لا هم ځمکني ټکانونه دوام لري او زرګونه کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي.
د راپور له مخې، یوازې په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې نږدې ۸۴ زره کسان اغېزمن شوي، څه کم درې زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان زیاتوي، په څلورو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي، چې پکې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ روغتون او د نورګل مرکز په ځانګړي ډول سخت اغېزمن شوي دي. د نورګل عارف کلینیک په بشپړه توګه ویجاړ شوی بلل شوی دی.






























