د حکومت اجراییه مشر او د ثبات او همپالنې ټیم مشر، عبدالله عبدالله ویلي د ټاکنو نا مشروع پایله ورته د منلو نه ده او دوی په دې تړاو خپله پریکړه کړې ده.
ښاغلي عبدالله نن دوشنبه د حکومت وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې.
عبداللهد خپل ټیم د پریکړې په اړه څه ونه ویل، خو څو ورځې وړاندې د دغه ټیم پلوي جنرال دوستم شمال کې یوې غونډې ته ویلو و چې که چیرې ټاکنو کې د دوی غوښتنه ونه منل شي او پایله د مخالف ټیم په ګټه اعلان شي، نو شمال به موازې حکومت اعلان کړي.
د ښاغلي دوستم دغو څرګندونو زیات غبرګونه هم وپارول.
له هغه وروسته د صلاح الدین رباني، محمد محقق او کریم خلیلي په مشري ګوندونو هم د دوستم د دغه دریځ ملاتړ وکړ.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله د نن ورځې په ناسته کې د سولې اړوندې څرګندونې هم لرلې.
هغه وویل د سولې برخه کې د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوي چې لږ تر لږه افغانستان یو ګام هم سولې ته نږدې کوي.
هغه زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې د سولې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې ده. نوموړي وویل، د سولې په برخه کې د دوی دریځ روښانه دی، هر قدمچې بین الافغاني مذاکراتو ته لار اواروي او په هېواد کې د دایمي سولې او امنیت لامل کېږي، دی یې ملاتړ کوي. اجراییه رییس زیاته کړه چې د هوکړې لاسلیک د تاوتریخوالي کمولو پورې اړه لري، اوس دې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو سره ثابته کړي چې د سولې هوکړې او بین الافغاني خبرو پیل ته کافي اراده لري. نوموړي دغه راز له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې ده چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.