افغان سولې لپاره د امریکا استازي او افغان ولسمشر اشرف غني جرمني کې د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي.
ولسمشر غني دغه ناسته کې خلیلزاد سره د خبرو پرمهال ویلي چې افغانستان د امریکايي پوځي سرتیرو د کموالي له پاره چمتو دی.
غني ویلي اوس مهال بیا څلور نوي سلنه پوځي عملیات د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ترسره کیږي.
بله خوا بیا د افغانستان سولې له پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې ولسمشر غني سره د تاوتریخوالي کموالي په اړه باندې د مونیخ ناستې په څنډه کې خبرې کړي دي. خلیلزاد ویلي دي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی حتمي دی او دا کار باید د بین الافغاني خبرو له پاره زمینه برابره کړي.
ده همدارنګه له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د لاس ته راغلي فرصت څخه باید ګټه پورته شي، ترڅو د افغانستان څلورو لسیزو جګړو ته پای کیښودل شي.
له دې سره بیا ولسمشر غني د مونیخ ناستې په څنډه کې د امریکا سنا جرګې د غړیو سره هم لیدنه کړې ده. په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، سولې پروسې او په دې اړه د جمهوررئیس د لیدلوري، تروریستي ډلو سره د افغانستان د مبارزې او نشه یي توکو په اړه خبرې وشوې او تروریزم د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره د ګډ دښمن په توګه یاد شو.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د سولې تړون نږدې راتلونکي کې لاسلیک کیږي.