د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
د دغې ډلې ویاند، فریدون خوځون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د اووه ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو پیلیدو سره لاسلیک کیږي.
د خوځون په خبره د تړون لاسلیک کیدو وروسته لسو ورځو کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيلیږي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ لاهم خبرو لپاره د یوه ټول شموله افغاني پلاوي د جوړیدو مخنیوی کوي.
هغه زیاته کړې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون افغان سیاستوال به اجازه ورنه کړي چې ارګ خپلې موخې ته ورسیږي.
بله خوا اجراییه مشر عبدالله عبدالله چې نن یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د تاوتریخوالي د کمولو د پریکړې هرکلی وکړ او دا یې دایمي اوربند او بین الافغاني خبرو لپاره یو ګام وباله.
عبدالله د سولې په اړه وروستي پرمختګونه هیله بښوونکي وبلل او زیاته یې کړه چې د نورو ګامونو اچتولو اړتیا هم شته.
خو باید وویل شي چې تر اوسه د سولې تړون لاسلیک کیدو دقیقې نیټې په اړه طالبانو او یا هم امریکایي لوري معلومات نه دي ورکړي.