د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ویلي چې وړمه ورځ یې دوه عسکر د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې په یوه برید کې وژل شوي دي.
دغه سرتېري هر یو ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتيرز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګز نومېږي چې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده ترسره کوله.
د امریکا ددفاع وزارت همدا راز زیاته کړې چې د پېښې اصلي لامل لا تر دې دمه نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټڼې روانې دي.
وړمه ورځ ناوخته یوه کس چې د افغان پوځ جامې یې په تن وې د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې پر بهرنیو او کورنیو سرتېرو برید وکړ. په پېښه کې د دوو امریکایانو د وژل کېدو او شپږو د ټپي کېدو خبره تایید شوې ده.
خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دې پيښه کې شپږ تنه امریکایي عسکر وژل شوي دي.