ایرانی چارواکو ویلي سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته کې چې په جده کې جوړه شوې وه، د ایراني پلاوي د ګډون مخنیوی کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي سعودي حکومت د دوی د پلاوي ویزې لغوه کړي دي، ترڅو ونشی کولی ناسته کې ګډون وکړي.
د پيړۍ معاملې په نوم منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د سولې طرحه، د سیمې امنیت او د سیمې هیوادونو کې د ایران لاسوهنه د دغې ناستې اصلي ټکي و.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د ریاض د دې اقدام په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان دارلانشا ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې سعودي له خپل کوربتوبه ناوړه ګټه پورته کړې ده.