نن جمعه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کابل پنځمې حوزې اړونده فاضل بیګ سیمه کې چاودنه شوې ده.
ویل کیږي چې چاودنه د تازه مېوو مارکیټ ته څېرمه را منځته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز یک تلویزیون ته په خبرو کې پيښه منلې ده.
د ښاغلي فردوس په وینا پيښه په یوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په دې پيښه کې دوه کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.