د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په غزني ولایت کې د وروستۍ نسکورې شوې الوتکې د دوو وژل شوو بهرنیانو هویت اعلان کړ.
پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې الوتکه کې ۳۶کلن پال واس او ۳۰ کلن رایان پانوف دوه امریکایي پرسونل وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم ویلي چې دوی دE-۱۱A الوتکه کې د دوو امریکایانو مړي او د الوتکې توره بکسه ترلاسه کړې ده.
دغه الوتکه څو ورځې وړاندې په غزني کې نسکوره شوې ده او بهرني ځواکونه وایي د پيښې څرنګوالي په اړه پلټنه روانه ده.
طالبانو اعلان وکړ چې دا الوتکه د دوی له خوا ویشتل شوې ده، خو بهرني ځواکونو د پيښې عامل تخیکي ستونزه یادوي.