قطر کې د سولې خبرو ته نږدې سرچینو ویلي طالبانو منلې چې امریکا سره د سولې تړون په صورت کې به پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي او همداشان به پر افغان ځواکونو هم خپل بریدونه کموي.
دا څرګندونې د سولې خبرو ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژآنس ته کړي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو ورځو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
شمیرې ښيي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې نږدې ۵۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.