د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه.
د ۱۳۹۹ کال بودجه په ولسي جرګه کې له زیاتو جنجالونو وروسته تصویب شوې ده.
د دې بودجې طرحه د مرغومې په دریمه نېټه ولسي جرګه ته وړاندې شوې وه.
د مالي وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي دا خبر تایید کړی دی.
د ۱۳۹۹ کال بودجه کې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ په پام نیول شوې ده چې ۲۸۹ میلیارده یې عادي او ۱۳۹ میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.
د مالیې وزارت ویلي هڅه کويله بودیجوي واحدونو سره په همکارۍ د پراختیایي بودیجې لګښت، د مؤثریت، مثمریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پام وړ زیات کړي.
پارلماني چارو کې د دولت د وزارت وزیر، فاروق وردک هم د بودجې تصویبولو له امله له ولسي جرګې مننه کړې او ویلي یې دي چېد ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې لومړی کال پای ته ورسېد.
د ملي شورا استازي اوس د ژمي ۴۵ ورځنۍ رخصتي کوي.