هند د خپلې دفاعي څارنې وړتیاوو د پراخولو په موخه د ۵۲ نوو سپوږمکیو د ځای پر ځای کولو بهیر ګړندی کړی، چې موخه یې د چین او پاکستان د تحرکاتو، او همداراز د هند سمندري سیمو دښمنانه فعالیتونه په ریښتیني وخت او لوړ وضاحت څارل دي.
د “ټایمز اف انډیا” د راپور له مخې، دا نوې پروژه د “سندور” عملیاتو له تجربو وروسته پیل شوې او اوس د یوې نوې پوځي فضایي تګلارې وروستي پړاو ته رسېدلې ده. د فضا څارنې دا درېیم پړاو، چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د امنیتي کابینې له خوا تصویب شو، شاوخوا ۳.۱۵ میلیارده ډالره لګښت لري.
د پروژې له مخې، ټولې سپوږمکۍ به تر ۲۰۲۹ کال پورې فضا ته واستول شي. دغه پروژه د هند د دفاعي فضایي ادارې له خوا پرمخ وړل کېږي، او هدف یې دا دی چې د مهمو ستراتیژیکو سیمو لکه چین، پاکستان او د هند سمندر بیاکتنه چټکه او دقیق تصویرونه برابر کړي.
سربېره پر دې، د هند هوایي ځواک هم پلان لري درې هاپز الوتکې د سپوږمکیو د بدیل په توګه د څار، کشف او استخباراتي موخو لپاره وکاروي.




































