د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي طالبانو د تاوتریخوالي کمولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ښاغلي قریشي دا څرګندونې نن پنجشنبې په یوه ویډیویي پيغام کې کړي دي.
قریشي د طالبانو دا پریکړه د طالب او امریکایي استازو د سولې مذاکراتو بریا لپاره یو ښه ګام بللی دی.
هغه هیله ښودلې چې دا هڅې د هغې سولې د راتلو لامل شي چې افغانستان او پاکستان دواړه پکې خوندي وي.
دا په داسې حال کې دي چې ځینو پاکستانۍ رسنیو د طالب سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو مشرانو د اوو یا لسو ورځو اوربند باندې هوکړه کړې ده.
تر اوسه اوربند یا تاوتریخوالي کمول په رسمي ډول د طالبانو یا امریکایي لوري له خوا نه دي تایید شوي.