د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع ویلي، چې له اسراییل سره له جګړې وېره نه لري، خو د هېواد د ولس د خیر، سولې او ثبات د خوندیتوب لپاره یې د جګړې پر ځای د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د داخلي اصلاحاتو او جګړې ترمنځ د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره، اصلاحات یوازینۍ منطقي لاره ده.
احمد شرع اسراییل تورن کړ چې د سوریې د بېثباتهکېدو لپاره هڅې کوي او غواړي د داخلي فتنو له لارې وضعیت خراب کړي. هغه د سویدا ولایت د دروزو له خلکو سره د ملاتړ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې حقونه به یې خوندي وي.
نوموړي دا هم وویل چې هر ډول بهرنی فشار چې غواړي دروز وګړي د خپلو لیکو برخه کړي، د انتقالي حکومت لهخوا رد شوی دی.




















