طالبانو ویلی تمه لري چې ډير ژر له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک کیدو لپاره وخت وټاکل شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د روسیې (ټاس) خبري اژانس سره په خبرو کې که څه هم امریکا سره د هوکړې لاسلیک کیدو دقیقې نیټې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې تمه لري دا نیټه ډیر ژر اعلان شي.
د امریکا او طالبانو استازي له څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمینې دوحه کې دي، خو تر اوسه د دوی ترمنځ د سولې مذاکرات په رسمي ډول نه دي پيل شوي.
ویل کیږي دا خبرې له دې امله دریدلي چې خلیلزاد له طالبانو د اوربند په تړاو د پریکندې پرېکړې ځواب غواړي.
طالبانو ته نږدې سرچینو هم ویلي چې طالبانو امریکایي لوري سره له تړون لاسلیک کیدو وړاندې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې ده.