په اذربایجان کې د اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې له څلور کلن ځنډ وروسته یې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړې ده.
سفارت د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، چې دا بهیر د هغو افغانانو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي، چې له کلونو راهیسې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.
د سفارت په وینا، د پاسپورټونو وېش به د ټاکلي مهالوېش او مشخصو مراحلو له مخې ترسره کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې اسناد مستحقو کسانو ته پر وخت ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېدل، په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغان پاسپورټونو وېش له خنډونو سره مخ و، خو وروستیو کې دغه لړۍ یو ځل بیا په تدریجي ډول فعالېږي.






















