د افغان پوځیانو یو چورلکه نن چهارشنبې له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې په پکتیا کې لویدلې ده.
د پکتیکا د پولیسو ویاند، شاه محمد ارین یک تلویزیون ته وویل دوی غوښتل چې د پکتیا له مرکز ګردیز نه پکتیکا ته پرواز وکړي، خو چورلکه له پورته کیدو وروسته لویدلې ده.
په دې پيښه کې تر اوسه د لسو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې چورلکه د قول اردو په داخل کې لویدلې چې پکتیکا ولایت ته یې مهمات انتقالول.
په چورلکه کې د پکتیکا ملي امنیت رییس او امنیه قومندان نثار عبدالرحیمزی هم و.
د سرچینې په وینا په چورلکه کې لس نفره زخمیان شوي دي خو دا لا نده معلومه چې ټپیان څوک دي.
نن د افغان پوځیانو یو چورلکه په فراه ولایت کې هم لویدلې ده او دوه افغان پیلوټان پکې وژل شوي دي.