د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییل او حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان په اړه په مصر کې نامستقیمې خبرې پیل کړې دي.
راپور زیاتوي، چې د دغو خبرو تمرکز له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتلو او د حماس د تسلیمېدو پر موضوع دی. دواړو لورو د پلان ځینې بنسټیزې برخې لکه اوربند، د بنديانو تبادله او د غزې د خلکو لپاره د بشري مرستو لېږد منلي دي.
د حماس استازو ویلي، تر هغه وخته به د بېوسلې کېدو خبره ونه مني څو چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شوی نه وي. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا خبرې د یو دوامدارې سولې د هوکړې لپاره “ښه فرصت” دی.
دغه خبرې د مصر، امریکا او قطر په منځګړیتوب روانې دي او ټاکل شوې چې تر سبا پورې دوام وکړي.


















