کورنیو چارو وزارت وایي، د وزارت د مشرتابه په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې امنیتي ځواکونو ته د رینجر ډوله موټرو پر ځای نور مناسب موټر ورکړل شي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، دا پرېکړه د هېواد د جغرافیې او امنیتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره شوې ده. هغه زیاته کړه چې رینجر موټرو تخنیکي ستونزې لرلې او د پولیسو د عملیاتو لپاره مناسب نه وو.
قانع ټینګار کړی، دا پرېکړه لا نه ده عملي شوې، خو د بدیل موټرو د برابرولو چارې به ژر پیل شي.






























