د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو او کرک په ولسوالیو کې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښتې شوې دي. د ځایي پولیسو په وینا، په دغو دوو جلا پېښو کې درې وسلهوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې په نښتو کې د هغوی څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، وسلهوال غوښتل په یادو سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، خو د دوی پلان شنډ شوی دی.




















