د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان، ویلي چې د پوځ د اوسني مشر عاصم منیر له راتګ وروسته، په قصدي توګه له افغانستان سره اړیکې خرابې شوې، څو لوېدیځوالو ته ځان «ژغورنکی» وښيي.
عمران خان د دوشنبې په شپه (وږي ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان لوری تل هڅول کېږي له پاکستان سره جګړه پیل کړي، څو د طالبانو مخالفین خوشحاله شي او پوځ د لوېدیځوالو په وړاندې ځان د امنیت تضمین کوونکی وښيي.
هغه ادعا کړې، پاکستان لومړی افغانستان ته ګواښونه وکړل، بیا یې د کډوالو د نړیوالو حقونو خلاف افغان کډوال په بد وضعیت کې وایستل، وروسته یې پر افغانستان بریدونه وکړل او اوس د «ترهګرو» په نوم د قبایلي سیمو پر ضد عملیات کوي.
عمران خان ټینګار کړی چې د داسې تګلارو له لارې هېڅکله سوله نه شي راتللی، بلکې تل پاتې سوله یوازې د خبرو او د افغانستان، قبایلي سیمو د خلکو او افغان ولس له همکارۍ سره شونې ده.
دی زیاتوي، په خیبرپښتونخوا کې له پوځي عملیاتو سره به ترهګري نوره هم پراخه شي او د پولیسو د بوختیا له امله به عامه نظم او حکومتولي اغېزمنه شي.
د بندي پخواني لومړي وزیر په وینا، د ده محاکمه په اډیاله زندان کې د پوځ د استخباراتو د یو ډګروال تر مشرۍ لاندې روانه ده او دا «ملکي نه، بلکې پوځي محاکمه» ده. نوموړي ادعا کړې چې په زندان کې یې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او له خپلې مېرمنې او اولادونو سره د لیدو او خبرو حق نه ورکول کېږي.
عمران خان یو ځل بیا له خپلو ګوندي ملګرو غوښتي چې یو موټی پاتې شي، ځکه د ده په اند «ظلم دوام نه کوي».
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې عمران خان څو ورځې مخکې هم افغانستان «یو اوږدمهاله ورور او اسلامي هېواد» بللی و او پر پوځ یې نیوکه کړې وه چې د هېواد نظام یې د «اخلاقي زوال او ظلم» پر لور بیولی دی.






























