د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د دوو بېلو عملیاتو پر مهال ۳۱ جنګیالي وژل شوي دي.
د پوځ د رسنیو څانګې نن ویلي، چې لومړی عملیات د لکي مروت ولسوالۍ کې د وسلهوالو د شتون د راپورونو له مخې ترسره شول چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
همدارنګه په بنو ولسوالۍ کې د جلا عملیاتو پر مهال ۱۷ نور جنګیالي هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ دغو کسانو ته د «هند تر ملاتړ لاندې جنګیالي» اصطلاح کارولې ده.
دغه عملیات داسې مهال شوي، چې تېره اونۍ په سویلي وزیرستان کې د وسلهوالو په بریدونو کې 19 پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.
































