د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ ښار پر عرفات سړک وسلهوالو غلو د پولیسو پر امنیتي پوستې ډزې کړې او یو پولیس عسکر یې له ځانه سره تښتولی دی.
د ځايي امنیتي چارواکو په وینا، که څه هم پولیسو پر بریدګرو ډزې کړې دي، خو ونه توانېدل چې د خپل ملګري د تښتول کېدو مخه ونیسي.
چارواکي زیاتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پولیس د تالاشۍ لپاره پر سړک ولاړ وو، خو یو موټر یې په نښه کړ او په ډزو کې یې یو عسکر له ځان سره بوت.
د پاکستان امنیتي ادارو خبر ورکړی چې د تښتول شوي پولیس د موندلو او خلاصون لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي.




















