په ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان سفیر سنیعالله فرهمند د متحده عربي اماراتو له سفیر سعيد ثاني الظاهري سره لیدلي دي.
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوهاړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې. همداراز د افغانستان او اماراتو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا موضوع هم د خبرو برخه وه.
په خپاره شوي بیان کې د خبرو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.


























